‫افـــغانســــتان ♥AFGHANISTAN ♥ღ‬

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.
افغانستان خانه مشترک تمام افغانهاست.
افغانستان په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د اسيا د لوېې وچې په څلورلاره کې پروت دی. په ټولګړې توګه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمې څرګند شوی چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي اسيا پورې تړلې ده،‌ او دا پدې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره فرهڼيز، ژب توکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې له ايران سره ،‌ په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره ،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجکستان ، اوزبكستان او توركمنستان سره ګډې پولې لري. په ۱۷۴۷ ز كال كې افغانستان د لومړي ځل لپاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې مالومې شوې . افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلورلاره کې پروت د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی . دا يو ډېر لرغونی هېواد دی ، د تاريخ له نظره دا يو لوی سوداګريز مرکز پاتې شوی او په همدې توګه په بېلابېلو وختونو کې دبېلابېلو قوتونو له خوا تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی . د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول شوی. نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انګليس جګړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توګه هغه وخت راڅرګند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده. په دغه هېواد د روسيې د يرغل وروسته، په هېواد کې بد امني، خپلمنځي جګړې، د طالبانو واکمني او بيا وروسته د يوولسم د سېپتمبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل د دغه هېواد تاريخ ويجاړ کړ.